د کتاب نوم: د پاچا امان الله خان واکمنۍ ته يوه نوې کتنه
ليکوال: پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ
دچاپ کال:1384هـ ش
خپرندوى: د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه ـ جرمنى
په دغه کتاب کي د غازي امان الله خان د پاچا کېدو څخه بيا د ده تر سفرونو پوري ټول بحث پکښي راغلى دى، چي غازي امان الله خان څوک د چا زوى چيري زېږېدلى او څنګه واک ته ورسېدى. د ده په وخت کي د افغانستان سياسي اوضاع څنګه وه؟ دا او دې ته ورته نور مهم معلومات يې په ځان کي را نغاړلي دي.

