دا کتاب په افغانستان کې د جګړو پر مهال د ترسره شوو جنایتونو، د نړیوالو بشري حقونو د سرغړونو او د جګړې د قوانینو د نقض په اړه یو حقوقي او تحلیلي اثر دی. لیکوال هڅه کړې چې د جګړې د جنایتونو تاریخي شالید، قانوني تعریفونه او د نړیوالو کنوانسیونونو اصول په منظم ډول بیان کړي.
په دې اثر کې د جنیوا کنوانسیونونه، د جګړې د قوانینو تطبیق، د ملکي وګړو خوندیتوب، د بندیانو حقوق، د بشري ضد جنایتونو تعریف او د محاکمې قانوني میکانیزمونه څېړل شوي دي. همدارنګه د نړیوال جزایي محکمې رول او د جګړې د جنایتکارانو د محاسبې حقوقي لارې چارې تحلیل شوې دي.
کتاب دا پوښتنه هم مطرح کوي چې په افغانستان کې د عدالت تامین، د قربانیانو د حقونو اعاده او د معافیت فرهنګ پای ته رسول څنګه امکان لري. اثر د قانون حاکمیت، عدالت او د بشري کرامت د ساتنې پر اهمیت ټینګار کوي.
دا کتاب د حقوقپوهانو، محصلینو، څېړونکو او د عدالت غوښتونکو لپاره یو مهم او مرجع اثر ګڼل کېږي

