د نامتو څېړونکي ډاکټر لطیف یاد یو مهم او ارزښتناک تحقیقي اثر دی چې د پښتنو د قبایلي جوړښت، نسبي اړیکو، تاریخي ریښو او ټولنیز نظام هر اړخیزه څېړنه پکې شوې ده.
دا کتاب د پښتنو د سترو او وړو قبیلو پېژندنه کوي او د هغوی د اصل، نسب، جغرافیایي خپرېدنې او تاریخي رول په اړه کره معلومات وړاندې کوي. لیکوال هڅه کړې چې د افسانوي روایتونو پر ځای، د تاریخي اسنادو، معتبره منابعو او علمي تحلیل له لارې د پښتنو قبایلي هویت روښانه کړي.
په دې اثر کې د پښتنو د قبایلي نظام ارزښت، د قبیلو ترمنځ اړیکې، ټولنیز دودونه او د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د هغوی سیاسي او کلتوري ونډه په واضح او مستند ډول بیان شوې ده.
«پښتانه قبیلې وپېژني» د محصلینو، څېړونکو، لیکوالانو او هغو لوستونکو لپاره یو مهم ماخذ دی چې غواړي د پښتنو د قبایلي جوړښت او تاریخي پېژند په اړه ژوره پوهه ترلاسه کړي.


سلام علیکم محترم فولاد صاحب دا کتاب یوازه عکس دانلود کیږي او pdf شتون نه لری