« يو مهم ژبپوهنيز او څېړنيز اثر دی چې پکې د پښتو ژبې او اوستايي ژبې ترمنځ ژورې تاريخي، ريښويزې او لغوي اړيکې په علمي ډول څېړل شوې دي. ليکوال د ژبپوهنې د اصولو پر بنسټ د دواړو ژبو ګډ لغاتونه، جوړښتي ورتهوالۍ او لرغوني ريښې شنلي دي.
په دې کتاب کې دا څرګنده شوې ده چې پښتو ژبه څنګه د لرغونو آريايي ژبو له بهير سره تړاو لري او د اوستا ژبې سره يې ژبنی نږدېوالی د تاريخي شواهدو له مخې ثابت شوی دی. دا اثر د پښتو ژبپوهنې، لرغونو ژبو، آريايي مطالعاتو او تاريخي ژبپوهني د څېړونکو لپاره يو ارزښتناک او باوري ماخذ بلل کېږي
ليکوال: لطيف جان بابی

