درې واړه ټوګونه د مطالعې لپاره شتون لری
اکبرنامه د مغولي دورې له تر ټولو مهمو تاریخي آثارو څخه ګڼل کېږي، چې ابوالفضل علامي د اکبر پاچا د سلطنت، سیاست، جګړو، اداري نظام، او د هند د هغه وخت د تمدن په اړه لیکلی دی.
دا اثر یوازې د اکبر د سلطنت تاریخ نه دی؛
بلکې د هغه وخت د هند، افغانانو، پښتنو، مغولو او د سیمې د سیاسي او پوځي حالاتو یوه ستره تاریخي خزانه ده.
په کتاب کې د افغان واکمنانو، پښتنو قبایلو، جګړو، سلطنتونو، او د هند د اسلامي تمدن ګڼ اړخونه بیان شوي دي. همدارنګه د مغولي دربار، فرهنګ، پوځ، سیاست او د سیمې د قدرتونو ترمنځ د اړیکو په اړه ارزښتمن معلومات وړاندې کوي.
د دې ستر اثر درې واړه جلدونه د مطالعې او څېړنې لپاره موجود دي، او د تاریخ مینهوال کولای شي د هند، افغانستان او د اسلامي نړۍ د هغه دور د حالاتو په اړه ژور معلومات ترې ترلاسه کړي.
هغه ملت چې خپل تاریخي آثار ولولي، خپل تمدني شعور او هویت به تل ژوندی وساتي.

