نغمه آنلاین پښتو ښوونځی | Naghma Online Pashto School

نغمه آنلاین ښوونځی یو تعلیمي نوښت دی چې موخه یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغان ماشومانو او زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړې اسانتیا برابرول دي. په دې آنلاین ښوونځي کې د افغانستان د پوهنې وزارت د پښتو نصاب ټول کتابونه په بشپړه توګه راټول شوي دي.

دلته ټول افغانان کولی شي چې د لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې ټول درسي کتابونه ومومي. دغه کتابونه د زده‌کوونکو، ښوونکو او د علم مینه‌والو لپاره په وړیا ډول وړاندې کېږي، څو هر څوک وکولای شي ترې ګټه واخلي.

موږ د هغو ټولو بنسټونو او سرچینو څخه مننه کوو چې دا کتابونه یې د عامو خلکو لپاره خپاره کړي دي، تر څو علم او زده‌کړه ټولو ته ورسېږي.

له بده مرغه، تاسو پوهېږئ چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د نجونو ډېری ښوونځي تړل شوي دي. موږ نه غواړو چې د افغان ټولنې لویه برخه، یعنې نجونې او ښځې، له زده‌کړې او تعلیم څخه بې‌برخې پاتې شي. د همدې لپاره دا آنلاین ښوونځی هڅه کوي چې د زده‌کړې فرصت د هر افغان لپاره، په ځانګړي ډول نجونو او ښځو ته، برابر کړي

نغمه آنلاین پښتو ښوونځی | Naghma Online Pashto School

One comment

  1. How can we download the book to ourself so if we have to enternet connection it’s still possible to open the book?

Leave a Reply

Discover more from Pashtuns legacy library

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading