دا کتاب د هغو زده کوونکو او لوستونکو لپاره چمتو شوی دی چې غواړي د پښتو ژبې بنسټیزه زده کړه پیل کړي. په دې اثر کې د پښتو توري، ساده کلمې، جملې او لومړني ژبني اصول په اسانه او روانه بڼه وړاندې شوي دي، څو زده کوونکي وکولای شي ژبه په مرحلهوار ډول زده کړي.
په کتاب کې بېلابېل مثالونه، تمرینونه او تشریحي برخې شاملې دي چې د لوستلو، لیکلو او پوهېدو مهارت پیاوړی کوي. د دې کتاب موخه دا ده چې نوي زده کوونکي د پښتو ژبې له بنسټونو سره بلد کړي او د ژبې د زده کړې لپاره قوي بنسټ ورته برابر کړي.
دا اثر د ماشومانو، زده کوونکو او د پښتو ژبې د نوو زده کوونکو لپاره یو ګټور او عملي لارښود بلل کېږي

