یو مهم سیاسي او تاریخي اثر دی چې د افغانستان د پرلهپسې سقوطونو، بحراني پېښو او ملي ناورینونو عوامل څېړي. په دې کتاب کې د هېواد د ستونزو ریښې، د واکمنو او ملي غلو زیانمنې کړنې، او هغه عوامل بیان شوي چې افغانستان یې له کړکېچونو سره مخ کړی دی. لیکوال د اصلاح، ملي بیدارۍ او د هېواد د ژغورنې ممکنې لارې هم وړاندې کړې دي. دا اثر د افغانستان د معاصر سیاست، ټولنیزو ستونزو او ملي راتلونکي د مطالعې لپاره ارزښتمنه سرچینه ګڼل کېږي

