دا کتاب افغانستان د «جرګو وطن» په توګه معرفي کوي او د بهرنیو یرغلونو پر وړاندې د افغانانو د ملي دریځ، جرګو، ګډ تصمیم او تاریخي ایستادګۍ هر اړخیز انځور وړاندې کوي. په دې اثر کې د انګرېزانو یرغلونه، د شوروي اتحاد تجاوز او د هغو پر وړاندې د افغانانو سیاسي، پوځي او ټولنیز غبرګونونه په مستندو تاریخي شواهدو تشریح شوي دي.
کتاب روښانه کوي چې جرګه څنګه د افغانانو د ملي شعور، مشورې، مقاومت او پرېکړې بنسټیزه وسیله پاتې شوې ده او افغانانو څنګه د جرګو، ولسي یووالي او ګډ دریځ له لارې د بهرني اشغال پر وړاندې ایستادګي کړې ده. همدارنګه د جګړو ټولنیزې پایلې، د ولس قربانۍ او د خپلواکۍ ساتنې روحيه په تحلیلي بڼه څېړل شوې ده.
دا اثر د تاریخپوهانو، محصلینو، څېړونکو او د افغانستان د مقاومت، جرګو او ملي مبارزو د تاریخ د مینهوالو لپاره یو ارزښتناک او مهم مرجع بلل کېږي.

