دین، ژبه او ملت یو ژور فکري اثر دی چې د انسان د هویت درې مهم بنسټونه ــ دین، ژبه او ملت ــ په تحلیلي او استدلالي بڼه څېړي. لیکوال هڅه کړې ده چې دا اساسي پوښتنې روښانه کړي:
ایا دین د نسب او قوم پورې تړلی دی؟
ایا ملت یوازې د خېل او وینې پر بنسټ جوړېږي، که د ژبې، کلتور او ګډ تاریخ له لارې رامنځته کېږي؟
په دې کتاب کې د دین او قومي تړاو ترمنځ اړیکه په قرآني او تاریخي دلایلو سره ارزول شوې ده. همدارنګه د ملت پالنې مفهوم، د ژبې ارزښت، او د امت او قوم ترمنځ توپیر په ژوره توګه تحلیل شوی دی. لیکوال د تعصب، ناسم برداشت او افراطي فکر پر وړاندې علمي او منطقي دریځ نیسي او لوستونکی د سالم فکر او متوازن لید لوري پر لور رهبري کوي.
دا اثر نه یوازې د دیني او ټولنیزو بحثونو مینهوالو لپاره مهم دی، بلکې د هغو کسانو لپاره هم ګټور دی چې غواړي د خپل ملي او کلتوري هویت په اړه روښانه او مستند پوهه ترلاسه کړي.
دین، ژبه او ملت د فکر دروازې پرانیزي او لوستونکی دې ته رابولي چې د هویت په اړه له احساساتي دریځونو پورته، په علمي او منطقي توګه فکر وکړي


یو بهترینه خدمت او غټه لاسته راوړنه