دا ارزښتمن علمي او ژبپوهنیز اثر د اندو اروپايي ژبو د تاریخ، خپلولۍ، جغرافیوي پراختیا او د ژبنیو اړیکو په اړه هر اړخیزه څېړنه وړاندې کوي. په دې کتاب کې د نړۍ د سترو ژب کورنيو، آریایي او آریاني ژبو، داردي ژبو، او په ځانګړي ډول د پښتو ژبې د تاریخي دریځ په اړه ژور علمي بحثونه شوي دي.
لیکوال په مستندو علمي دلایلو سره هڅه کړې چې د پښتو ژبې ریښه، د هغې ژبنۍ اړیکې، او د پښتنو تاریخي او فرهنګي هویت روښانه کړي. همدارنګه په کتاب کې د هغو ناسمو نظریو علمي نقد هم شوی چې د پښتو او پښتنو د اصل او هویت په اړه وړاندې شوي دي.
«د اندو-اروپايي ژبو نَسبي څېړنه» یوازې د ژبپوهنې کتاب نه دی؛
بلکې د افغانانو، پښتنو او د سیمې د لرغوني تمدن د تاریخي او فرهنګي میراث یوه مهمه علمي سرچینه ده.
هغه ملت چې خپله ژبه، تاریخ او فکري میراث وپېژني، خپل هویت به تل ژوندی وساتي.

