(د محمد اشرف غني د ټولو رسمي ویناوو مجموعه)
دا کتاب د افغانستان د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني رسمي، ملي او نړیوالې ویناوې په یوه منظم او ټولیزه بڼه راټولوي. په دې مجموعه کې د هغه سیاسي دریځونه، اصلاحاتي نظریات، اقتصادي پلانونه، د سولې لیدلوری، د دولت جوړونې مفکوره او د ملي یووالي په اړه څرګندونې شاملې دي.
کتاب د واکمنۍ پر مهال د مهمو ملي او نړیوالو پیښو په تړاو شوې ویناوې وړاندې کوي او هڅه کوي چې د جمهور رئیس غني د فکري تګلارې، سیاسي لید او اداري اصلاحاتو انځور روښانه کړي. دغه اثر د افغانستان د معاصر سیاسي تاریخ د مطالعې لپاره یو مهم ماخذ بلل کېږي.
د جمهور رئیس غني ویناوې د څېړونکو، محصلینو، سیاستپوهانو او هغو کسانو لپاره ارزښتناک دی چې غواړي د افغانستان د وروستیو سیاسي تحولاتو په اړه له لومړي لاس ویناوو او اسنادو څخه استفاده وکړي

