امان الله خان او د افغانستان د بیا خپلواکۍ په اړه ۲ جلده دا ارزښتناک اثر د استاد عزیزالدین وکیلي پوپلزايي له خوا لیکل شوی دی. په دې کتاب کې د امان الله خان د پاچاهۍ دوره، د خپلواکۍ مبارزې، سیاسي بدلونونه او د هغه وخت مهم تاریخي پېښې په څېړنیز او مستند ډول بیان شوې دي. دا اثر د افغانستان د معاصر تاریخ مینهوالو لپاره مهمه او ګټوره سرچینه ده. لیکوال په پیاوړي قلم سره د امان الله خان د اصلاحاتو، تجدد غوښتنې او د افغانستان د خپلواکۍ د ټینګښت هڅې انځور کړې دي

