د کتاب نوم: د پښتو ژبې فونمېکي الفبا لارښود
دا کتاب د پښتو ژبې د فونمېکي الفبا بنسټیز او علمي لارښود دی، چې د پښتو غږونو، تورو او د هغوی د سمې تلفظي بڼې تشریح کوي. لیکوال هڅه کړې ده چې د پښتو ژبې غږیز نظام په منظم او اسانه ډول روښانه کړي، تر څو لوستونکي د ژبې اصلي فونمونه په سمه توګه وپېژني.
په دې اثر کې د پښتو ځانګړي غږونه، د تورو او غږونو ترمنځ اړیکه، تلفظي توپیرونه او فونمېکي اصول په وضاحت سره بیان شوي دي. دا کتاب د دې لپاره ګټور دی چې د لیکلو، لوستلو او ویلو ترمنځ همغږي رامنځته کړي او د ژبې سمه کارونه پیاوړې کړي.
دا لارښود د محصلینو، ښوونکو، ژبپوهانو او د پښتو ژبې د زدهکوونکو لپاره یو مهم علمي اثر دی او د پښتو ژبپوهنې په برخه کې ارزښتمن مرجع ګڼل کېږي

