يو مهم تاريخي او څېړنيز اثر دی چې پکې د هند په تاريخ او مدنيت کې د افغانانو سياسي، پوځي، اداري، علمي او کلتوري ونډه په تفصيلي ډول بيان شوې ده. ليکوال د تاريخي سرچينو پر بنسټ د هغو افغان شخصيتونو ژوند او کارنامې راخېستي دي چې د هند په سياسي نظام، تمدني جوړښت او ټولنيز پرمختګ کې يې ژور اغېز پرې ايښی دی.
په دې کتاب کې د افغان واکمنانو، مشهورو قومندانانو، علماوو، ادیبانو او مدني شخصيتونو رول روښانه شوی او دا ښودل شوې چې افغانانو څنګه د هند په تاريخي بهير کې د يو فعال او اغېزمن ځواک په توګه برخه اخيستې ده. دا اثر د افغان–هندي تاريخ، مهاجرتي ټولنو او اسلامي تمدن د څېړونکو لپاره يو ارزښتناک او باوري ماخذ بلل کېږ

