«پښتانه (پتهانز) د افغانانو او پښتنو د تاریخ، کلتور او قومي هویت په اړه یو ډېر مهم او ارزښتمن اثر دی. دا کتاب په اصل کې د مشهور لیکوال
(سر اولف کارو) له خوا لیکل شوی، او پښتو ته یې الحاج شبیر محمد کریمي ژباړه کړې ده.
په دې کتاب کې د پښتنو د ژوند اصلي حقیقتونه په ژوره څېړنه بیان شوي؛ لکه پښتونولي، جرګه، مېړانه، غیرت، خپلواکي، د قبیلو جوړښت، دودونه او ټولنیز اصول. لوستونکی د دې اثر له لارې د پښتنو د قوم تاریخي ریښې، د هغوی مبارزې، او د افغان ملت د ویاړونو په اړه پراخ معلومات تر لاسه کوي.
دا کتاب د هر افغان او هر هغه چا لپاره ځانګړی اهمیت لري چې غواړي د پښتنو تاریخ، تمدن او کلتوري جوړښت په علمي او مستند ډول وپېژن

