لیکوال: Louis Dupree
ولایتونه: ننګرهار • کندهار • بامیان • هلمند
دا کتاب د افغانستان د لرغوني تاریخ او د انسان د لومړنیو نښو په اړه یو له تر ټولو مهمو علمي څېړنیزو اثارو څخه دی. لوئس دوپري په دې اثر کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شوې لرغونپوهنه څېړنې راټولې کړي، چې پکې د تیږې دورې وسایل، غارونه، لرغوني ساحې او د انسان د پخواني ژوند نښې په مستند ډول بیان شوي دي.
په کتاب کې د افغانستان د څلورو لویو تاریخي سیمو د انساني حضور اټکلي قدامت داسې ښودل شوی:
ننګرهار: د انسان شتون شاوخوا ۳۰,۰۰۰ – ۵۰,۰۰۰ کاله پخوا
کندهار: د انسان شتون شاوخوا ۳۰,۰۰۰ – ۵۰,۰۰۰ کاله پخوا
بامیان: د انسان شتون شاوخوا ۴۰,۰۰۰ – ۵۰,۰۰۰ کاله پخوا
هلمند: د انسان شتون شاوخوا ۳۰,۰۰۰ – ۴۰,۰۰۰ کاله پخوا
دا څېړنې دا ثابتوي چې افغانستان یوازې د وروستیو پېړیو تاریخ نه لري، بلکې زموږ خاوره د نړۍ له هغو مهمو سیمو څخه ده چې د بشري تمدن او انساني ژوند د لومړنیو پړاوونو ډېر ژور او لرغونی شالید لري.

