دا کتاب د لرغوني نړۍ له تر ټولو مهمو جغرافیایي اثارو څخه شمېرل کېږي.دا اثر دا هم څرګندوي چې د افغانستان تاریخي جغرافیه او د دې سیمې نومونه لږ تر لږه نږدې اتلس سوه کاله پخوا هم په لرغونو نړیوالو سرچینو کې ثبت او پېژندل شوي وو. په دې اثر کې د پخوانۍ نړۍ د سیمو، ښارونو، سرحدونو، سمندرونو او د سفر لارو په اړه پراخ معلومات وړاندې شوي دي. لیکوال د نړۍ نقشه‌ګري او د ځمکې د برخو وېش په علمي ډول بیانوي، او هغه معلومات راټولوي چې د لرغوني عصر د جغرافیې او تاریخ په پېژندنه کې بنسټیز ارزښت لري.

دا اثر د افغانستان او شاوخوا سیمو لپاره هم مهم دی، ځکه د منځنۍ او مرکزي اسیا ډېری تاریخي ځایونه او د هغو وختونو جغرافیایي نومونه په کې یاد شوي، چې د افغان تاریخ او د سیمې د لرغوني تمدن د څېړنې لپاره ګټور مواد برابروي.

لیکوال: بطلیموس
د تدوین کوونکي نوم: کارولوس فریدریکوس آګوستوس نوببې

Claudii Ptolemaei Geographia

Leave a Reply

Discover more from Pashtuns legacy library

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading