عزیز د زمانې پولاد

$24.99

 عزیز د زمانی پولاد

لیکوال: عزیزالرحمن شیرزاد (عزیزپولاد)

له شهید ډاکټر نجیب الله څخه تر ملا صاحب هیبت الله پورې؛ د افغانستان د پنځو حکومتونو په دوران کې د یوه افغان د ژوند، مبارزې، قربانیو او نه ماتېدونکې ارادې ریښتینی داستان

دا کتاب یوازې د یوه انسان د ژوند کیسه نه ده، بلکې د هغه نسل ژوندی روایت دی چې د افغانستان د وروستیو لسیزو تر ټولو سخت سیاسي، پوځي او ټولنیز بدلونونه یې په خپلو سترګو لیدلي، زغملي او د هغو د رمزونو او رازونو شاهد پاتې شوی دی.

په دې کتاب کې به تاسو د کورنیو جګړو دردناک فصلونه، د بې‌ثباتۍ کلونه، د میلیونونو افغانانو د کډوالۍ او قربانیو کیسې، د نړیوالو ځواکونو د حضور او د هغوی د اغېزو په اړه مشاهدې، او همدارنګه د هویت، عدالت او ملي یووالي لپاره د فکري مبارزو بېلابېل اړخونه ولولئ.

دا کتاب د سیاستوالو رسمي روایت نه، بلکې د یوه افغان د سترګو لیدلی ریښتینی تاریخ دی. یو داسې روایت چې د درد، امید، ماتې، بریا، مهاجرت، قربانۍ او بیا راپاڅېدو کیسې پکې انځور شوې دي. دا اثر لوستونکو، په ځانګړې توګه ځوان نسل ته، د استقامت، زغم، امید، مبارزې، ځان‌باورۍ او نه تسلیمېدونکې ارادې درس ورکوي. لوستونکی به درک کړي چې انسان کولای شي د ژوند تر ټولو سختو طوفانونو وروسته هم بېرته ودریږي، مبارزه وکړي او خپل هدف ته ورسېږي.

همدارنګه، دا کتاب لوستونکي له هغو حقایقو، پېښو او ترخو واقعیتونو سره اشنا کوي چې د افغانستان د وروستیو لسیزو پر برخلیک یې ژور اغېز کړی، خو ډېر وخت یا نه دي بیان شوي او یا هم په بشپړ ډول نه دي روایت شوي.

په درنښت،
عزیزالرحمن شیرزاد (عزیزپولاد)
لیکوال او د «عزیز د زمانې پولاد» د کتاب مؤلف

Weight 1 lbs
Dimensions 9 × 6 × 1 in

Reviews

There are no reviews yet.

Be the first to review “عزیز د زمانې پولاد”

Your email address will not be published. Required fields are marked *