Book Title: The Way of the Pathans
Author: James W. Spain
یو مهم څېړنیز اثر دی چې د پښتنو د ټولنیز جوړښت، قبیلوي نظام، دودونو او ارزښتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کوي. لیکوال جیمز ډبلیو. سپېن، چې یو امریکایي ډیپلومات او څېړونکی و، په دې کتاب کې د پښتنو د ژوند طرز، د هغوی دودیز قوانین (پښتونولي)، مېلمه پالنه، ننګ، بدله، جرګه او قومي اړیکې په علمي بڼه څېړلي دي.
کتاب د شلمې پېړۍ په منځنیو کلونو کې لیکل شوی او د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د پښتنو ټولنیز او سیاسي ژوند تحلیل کوي. لیکوال هڅه کړې چې لویدیځو لوستونکو ته د پښتنو کلتوري جوړښت او ذهنيت ور وپېژني.
دا اثر د ټولنپوهنې، بشري پېژندنې (Anthropology) او د پښتنو د کلتوري تاریخ مینهوالو لپاره یو ارزښتناک کتاب بلل کېږي

