نغمه آنلاین ښوونځی یو تعلیمي نوښت دی چې موخه یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغان ماشومانو او زدهکوونکو لپاره د زدهکړې اسانتیا برابرول دي. په دې آنلاین ښوونځي کې د افغانستان د پوهنې وزارت د پښتو نصاب ټول کتابونه په بشپړه توګه راټول شوي دي.
دلته ټول افغانان کولی شي چې د لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې ټول درسي کتابونه ومومي. دغه کتابونه د زدهکوونکو، ښوونکو او د علم مینهوالو لپاره په وړیا ډول وړاندې کېږي، څو هر څوک وکولای شي ترې ګټه واخلي.
موږ د هغو ټولو بنسټونو او سرچینو څخه مننه کوو چې دا کتابونه یې د عامو خلکو لپاره خپاره کړي دي، تر څو علم او زدهکړه ټولو ته ورسېږي.
له بده مرغه، تاسو پوهېږئ چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د نجونو ډېری ښوونځي تړل شوي دي. موږ نه غواړو چې د افغان ټولنې لویه برخه، یعنې نجونې او ښځې، له زدهکړې او تعلیم څخه بېبرخې پاتې شي. د همدې لپاره دا آنلاین ښوونځی هڅه کوي چې د زدهکړې فرصت د هر افغان لپاره، په ځانګړي ډول نجونو او ښځو ته، برابر کړي


How can we download the book to ourself so if we have to enternet connection it’s still possible to open the book?